په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن دوشنبه د سلواغه ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د سره صليب نړيوالې کمېټې عمومي رئيس، پير کراهنبول سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د روغتیا، د مصنوعي غړو جوړولو د جوړولو او نورو بشري مرستو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې متقي د لسيزو په اوږدو کې د افغانستان له مظلومې طبقې (ناروغانو او معلوليت لرونکو کسانو) سره د سره صليب نړيوالې کمېټې مرسته د هغوی له پاره د وياړ او د افغانانو له پاره د خوښۍ او مننې باعث وباله او غوښتنه يې وکړه چې د سره صليب نړيواله کمېټه په نورو هيوادونو کې د بندي افغانانو د برخليک معلومولو په برخه کې هم مرسته وکړي.
کراهنبول وويل چې که څه هم د ځينو هيوادونو له خوا زندانونو ته د دوی پر لاسرسي بنديز د بندي افغانانو د موندلو او کورنیو ته یې د احوال رسولو بشرپاله هڅه له خنډونو سره مخ کړې، دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.
ده همداراز زیاته کړه: د دوی پرېکړې د نورو اړخونو له پرېکړو څخه مستقلې دي، او په افغانستان کې به خپلو فعاليتونو ته د پخوا په څېر ادامه ور کړي.
د ایرنا په وینا، د بهرنیو چارو وزارت په بهرنیو هېوادونو کې د افغان زندانیانو په اړه د سره صلیب د همکارۍ په داسي حال غوښتنه کړې، چې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ ۱۷ افغان بندیان د مصر او نورو افریقايي هېوادونو له زندانونو خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment